د سترې محکمې د حقوقو عمومي رياست رئیس د هېواد شپږو ولايتونو ته سفر وکړ

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۴:۲۶
د سترې محکمې د حقوقو عمومي رياست رئیس د هېواد شپږو ولايتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د حقوقو عمومي رياست رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحافظ) د یوه پلاوي په ملتیا هلمند، هرات، فراه، نیمروز، بادغیس او روزګان ولایتونو ته په ۲۳/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د حقوقو اړوند اداري منسوبینو ته د سیمنار د ورکړې او خالي بستونو لپاره له متقاضیانو څخه د ازموینې اخيستو په موخه سفر وکړ.
په دې سفر کې د حقوقو رئيس د مرافعه محاکمو له رئیسانو او د حقوقو له آمرینو سره لیدنه وکړه او د یادو ولایتونو د حقوقو آمرینو، د ولسوالیو مدیرانو او مسلکي غړيو ته ځانګړی سیمینار ورکړل شو.
دغه راز په دې سفر کې د اړوندو اداري څانګو د خالي بستونو لپاره د وړ کسانو د موندلو او ټاکلو په موخه له (۳۵۰) کسانو څخه د ازاد رقابت له لارې ازموینه واخیستل شوه.
د حقوقو عمومي رئيس یاد له لاسته راوړنو ډک نهه ورځنی سفر په ۲ /۳ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵). . .

بیا په خبرونو کی