د غزني د مرافعه محکمې سرپرست رئيس د ياد ولايت د زندانونو چارو د تنظيم له رئيس سره وکتل

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۱:۲۴
د غزني د مرافعه محکمې سرپرست رئيس د ياد ولايت د زندانونو چارو د تنظيم له رئيس سره وکتل

په ۲۵/ ۱۱/ ۱۴۴۵هـ ق نېټه د غزني ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئیس مولوي محمد مبین (الطاف) د غزني ولایت د زندانونو چارو د تنظیم له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ليدنه کې د مرافعه محکمې سرپرست رئيس د یو شمېر مشترکو موضوعاتو په اړه د زندانونو چارو د تنظيم له رئيس سره هر اړخيز بحث وکړ.
ورپسې هغه (١٧) تنه بنديان چې د ستري محکمې د عالي مقام لخوا ورته عفوه شوي وه، له بند څخه ازاد شول.
یادو عفوه شويو بندیانو ته د خلاصون پر مهال د مرافعه محکمې سرپرست رئیس توصیه وکړه چې بیا تخطۍ تکرار نه کړي.
لیدنه د مرافعه محکمې سرپرست رئیس په دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

بیا په خبرونو کی