د پکتيا ولايت مرافعه او ښاري محاکمو مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۲:۸
د پکتيا ولايت مرافعه او ښاري محاکمو مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه شوه

د پکتیا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي او اداري کارکونکو په ګډون په ۱۴۴۶/۸/۲۴ هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې عمومي رئيس ګډونوالو ته وویل، د قضاء چارې درندې او د مسؤوليت څخه ډکې دي، هغه مسلمان سرلوړی کېږي، چې خپلې چارې په اخلاص او صداقت سره ترسره کوي، نو دندې او مسؤوليتونه مو د الله د رضا لپاره په پوره اخلاص او رښتينولۍ ترسره کوئ او حاضرۍ ته پوره پابند اوسئ.
نوموړي زیاته کړه، له خيانت ځان وساتئ، دوسيو ته په رسېدنه کې نوبت مراعات کړئ، تر څو د خنډ او ځنډ مخنيوی وشي او کوم هدايات چې د سترې محکمې يا مرافعه محکمې لخوا کېږي، په پوره اخلاص سره يې اطاعت کوئ، ځکه د امير او مشر اطاعت واجب دی.
 غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

د سترې محکمې د قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې عمده فعالیتونه په لاندې ډول دي:
1.    د افغانستان اسلامي امارت له بېلابېلو ادارو څخه په مجموع کې (۶۲۵) مکتوبونه د هدایت غوښتنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۲۷
Background image

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې د یاد ریاست په تالار کې، د محاکمو (۸۴) جدید الشمول علماء کرامو او د بدخشان او فاریاب ولایاتو د محاکمو (۷) برحال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د سترې محکمې د عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې عمده فعالیتونه په لاندې ډول دي:
1.    د مشرتابه محترم عالي مقام د حکم او د قاضي‌القضات او د سترې محکمې د محترم رئیس. . .

بیا په خبرونو کی