د کابل ښار ابتدائيه محکمې اړوند څلور زونونو په دوو اونيو کې (۷۴۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۰:۳۸
د کابل ښار ابتدائيه محکمې اړوند څلور زونونو په دوو اونيو کې (۷۴۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ښار د ابتدائيه محکمې اړوند څلور زونونو په دوو اونيو کې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې د ۱۵/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۷۴۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

په جزائي برخه کې:
د کابل د ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۳۷۲) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۰۱) دوسیې فیصله شوې،(۵۳) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل د ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۵۱) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۲۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۲) دوسیې فیصله شوې،(۳۶) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

۳ـ په تجارتي برخه کې:
 د کابل ښار د ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۱۶۸) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۷۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۹) دوسیې فیصله شوې، (۱۶) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی