د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس جوزجان ولایت ته سفر وکړ

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۴:۵۱
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس جوزجان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) چې محترم مفتي عبدالحی (شاکر) او محترم مفتي فضل الرحمن (قاسمي) یې ملتیا کوله، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الآخره میاشتې په لومړۍ نېټه د یو شمېر مهمو جزائي دوسیو د وروستیو تحقیقاتو د بشپړولو په موخه جوزجان ولایت ته سفر وکړ.
د جزاء دېوان عمومي رئیس جوزجان ولایت ته د دغه سفر پر مهال یاد ولایت کې د (۹) جزائي دوسیو په اړه وروستي او لازم تحقیقات بشپړ کړل.
محترم مفتي عتیق الله (دروېش) په یاد سفر کې د جوزجان ولایت د مرافعه محکمې له قضائي غړو سره وکتل؛ د جزائي موضوعاتو د حل او فصل په موخه یې ورسره تفصیلي خبرې وکړې.
دغه راز د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یاد سفر پر مهال د جزائي دوسیو له جانبینو سره وکتل او له هغوی یې د دوسیو په اړه بشپړ تحقیقات وکړل.
په دې سربېره محترم مفتي عتیق الله (دروېش) او ورسره مل پلاوي د جوزجان له والي محترم قاري ګل حیدر شفق سره وکتل، د ولایتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ پر تقویې یې تفصیلي خبرې وکړې.
د سترې محکمې د جزا دېوان رئیس وویل، د هېوادوالو موضوعاتو ته په ټاکلي وخت د رسېدو، جرایمو د مخنیوي او حق حقدار ته د سپارلو لپاره د ولایتي ادارو ترمنځ قوي همغږۍ ته اړتیا ده؛ بناءً د جوزجان ولایت د ټولو اداري مسؤولینو څخه مو غوښتنه داده چې د تېر په څېر قوي همغږي ولري او د همغږۍ د لا تقویې په موخه هڅې وکړي.
د جوزجان والي محترم قاري ګل حیدر شفق په یاد ولایت کې د اداري مسؤولینو ترمنځ د قوي همغږۍ د موجودیت ډاډ ورکړ وویل، د هېوادوالو د ستونزو د حل په موخه به د امارتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د لا تقویې په موخه نورې هلې ځلې هم وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د لغمان ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولايت ښاري ابتدائيه محکمې د عمومي رئيس الحاج مولوي محمد یونس (خالص) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو، مسلکي محررینو او د تحريراتو عمومي مدیر په ګډون، په ۵/۱. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۲
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۹۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۶ / ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰ / ۱۲/ ۱۴۴۷ھ ق) نېټې پورې (۱۹۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۱:۵۷
Background image

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې اړوند دېوانونو او د شپږو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو، د وثایقو او تحریراتو آمرینو په ګډون، په. . .

بیا په خبرونو کی