د سترې محکمې د امنیتې او اجرائيوي چارو رئیس د یوه پلاوي په ملتیا د بلخ زون نظامي او ملکي محاکمو اړوند امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو لیدنه او نظارت وکړ

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۱
د سترې محکمې د امنیتې او اجرائيوي چارو رئیس د یوه پلاوي په ملتیا د بلخ زون نظامي او ملکي محاکمو اړوند امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو لیدنه او نظارت وکړ

د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)؛ د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې په ۲۴مه نېټه د اووم زون (سمنګان، فاریاب، سرپل، جوزجان او بلخ ولایتونو) د نظامي او ملکي محاکمو د رئیسانو او د یادو محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له مسؤولینو او منسوبینو سره وکتل.
د سترې محکمي د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس او ورسره مل هیئت اووم زون ته د سفر پر مهال د یادو محاکمو له رئیسانو، مسوؤلینو او مجاهدینو سره په لیدنو کې د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو د چارو د لا بهبود په موخه تفصیلي بحث او خبرې وکړې.
دغه راز محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) د ملکي او نظامي محاکمو د قطعاتو له چارو څخه څارنه وکړه او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) او ریاست الوزراء عالي مقام د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تطبیق، د امیر د اطاعت، د جماعت لمانځه د پابندۍ، پر نبوي سنتو د صورت او سیرت د برابرولو، د اتحاد او يووالي، خپلو دندو ته د پاملرنې، علماء کرامو سره د همغږۍ او له هغوی څخه د مشورې اخیستلو، په رسمي وختونو کې د یونیفورم اغوستلو او له مراجعینو سره د نېک چلند ترسره کولو په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې وویل، موږ او تاسو د محاکمو او علماء کرامو د حفاظت او ساتنې لپاره ټاکل شوي یو، باید هڅه وکړو چې خپل راسپارل شوی مسؤولیت په ښه ډول ترسره کړو.
د یادونې وړ ده، چې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو د رئیس او ورسره مل پلاوي دغه شپږ ورځنی سفر د ذوالقعدة الحرام میاشتې په ۲۹مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی