د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس لغمان ولایت ته سفر وکړ

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۶
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس لغمان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۲۱مه نېټه د دوهم زون اړوند لغمان ولایت ته د رسمي سفر پر مهال، د یاد ولایت د ملکي او نظامي محاکمو له رئیسانو او د یادو محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له مسؤولینو او منسوبینو سره وکتل.
د سترې محکمي د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس او ورسره مل هیئت د دغه محاکمو له رئیسانو، مسؤولینو او مجاهدینو سره په لیدنو کې د امنیتي او اجرائيوي قطعاتو د چارو د لا بهبود په موخه تفصیلي بحث او خبرې وکړې.
دغه راز نوموړي د ملکي محاکمو د قطعاتو له چارو څخه څارنه وکړه او اړوند مسؤولینو او مجاهدینو ته یې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) او ریاست الوزراء عالي مقام د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تطبیق، د امیر د اطاعت، د جماعت لمانځه د پابندۍ، پر نبوي سنتو د صورت او سیرت د برابرولو، د اتحاد او يووالي، خپلو دندو ته د پاملرنې، له علماء کرامو سره د همغږۍ او له هغوی څخه د مشورې اخیستلو، په رسمي وختونو کې د رسمي نظامي لباس اغوستلو او له مراجعینو سره د نېک چلند ترسره کولو په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې وویل، موږ او تاسو د محاکمو او علماء کرامو د حفاظت او ساتنې لپاره ټاکل شوي یو؛ نو باید هڅه وکړو، چې را سپارل شوی مسؤولیت په ښه ډول ترسره کړو.
هغه زیاته کړه، زموږ او ستاسو لپاره معیار د اسلام مبارک دین احکام دي، د اسلامي احکامو مطابق له یو بل سره د وروڼو په څېر چلند وکړئ او له سمت‌پالنې، ژبني تعصب او قوم‌پرستۍ څخه ځانونه وساتئ. تر هغو چې موږ متحد یو، د اسلام د مبارک دین پر احکامو عمل کوو او خپل اخلاص او یووالی ساتو، د الله تعالی په مرسته به بریالي یو او د هغه نصرت به زموږ مل وي؛ خو که خدای مه کړه، موږ خپل ځانونه د نفساني غوښتنو تابع کړل، نو له ستونزو سره به مخ شو او د بریا زمینه به له منځه ولاړه شي، نو له همدې امله زموږ ټولو مسؤولیت دی، چې د اسلامي ارزښتونو، ورورولۍ، یووالي او متقابل احترام ساتنه وکړو، ترڅو د الله تعالی رضا او نصرت ترلاسه کړو.
محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) زیاته کړه، دا نظام د الله تعالی په ځانګړي نصرت او د مجاهدینو په بې درېغه قربانیو تر دې ځایه رارسېدلی دی، د نظام د لا مستحکم کېدلو لپاره به پر ځان د مسؤولیت احساس پیاوړی کوو، د خپلو دندو په ترسره کولو کې به لا زیات اخلاص، جدیت او هڅه کوو او د اسلامي نظام د ساتنې لپاره به د تېر په څېر هر ډول قربانۍ ته چمتو یو.
د یادونې وړ ده، چې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس او ورسره مل هیئت یاد څلور ورځنۍ سفر د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۱ مه نېټه پای ته ورسید.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۷۶۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۴۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۷۶۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۴۴۸). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۳:۴۷
Background image

د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
د دارالانشاء عمومي ریاست په څلورمه ربعه کې د محاکمو د تبدیلۍ اړوند (۴۸۰)، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۰
Background image

د سترې محکمې د محترم عالي مقام د دفتر عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې محترم عالي مقام د دفتر عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعالیتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د سترې محکمې د عالي مقام له خوا (۹۵۹) جزائي او حقوقي دوسیې قضائي. . .

بیا په خبرونو کی