د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۶۳) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۵۶
د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۶۳) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې د (۶۳) بېلا بېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړې دي.
 یاد کمېسیون د ټولو هغو وثیقو د تصحېح لپاره د سترې محکمې عالي مقام پر هدایت جوړ شوی، چې مخکې د کابل ولایت په ټولو محاکمو کې ترتیب شوې وي او یادو وثیقو د ترتیب پر مهال  په سمه توګه نه وي ډکې شوې، یا هم د وثیقو د ذی النفع شخص په نورو اسنادو کې د تغیراتو په راتګ سره د یاد شخص وثیقه تصحېح ته اړتیا ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د روزګان ولايت ابتدائیه محاکمو د مسئولینو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل او فصل شول

د روزګان ولايت دهراود او خاص روزګان ولسواليو ابتدائیه محاکمو د مسئولینو په ترغيبي هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۸ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۲۰مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د نوي رئیس محترم مولوي سيد ميرآغا (هاشمي) د معرفت غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې نوی رئيس محترم مولوي سيد ميرآغا (هاشمي)، په ۲۷/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې، د یاد ولايت د محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته، معرفي او رسمًا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو ۷۵ کارکوونکو ته د انګلیسي ژبې د زده‌کړې اوږدمهاله ښوونیز پروګرام پیل شو

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې او اجراآتو ارزونې ریاست له لوري، د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې او روزنیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د روان ۱۴۴۸هـ ق. . .

بیا په خبرونو کی