د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۳۵
د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱. د قضاء او ولس (۴) خپرونې، ثبت، جوړې او د سترې محکمې د رسمي ادرسونو له لارې نشر شوې دي.    
۲. د قضاء مجلې يوولسمه ګڼه ترتیب، ډیزاین، چاپ؛ په مرکز او ولایتونو کې اړوند ادارو ته تکثیر شوې ده.
۳. د میزان جریدې ۹ ګڼې (له ۱۲۱ ګڼې څخه تر ۱۲۹ مې) چاپ؛ په مرکز او ولایتونو کې اړوند ادارو تکثیر شوې دي.
۴. د ملک د محاکمو د فعالیتونو د ښه انعکاس په موخه (۴۶۰) خبرونه ترتیب او نشر شوې دي.
۵. د هجري قمري میاشتې مطابق د محاکمو او نورو امارتي ادارو د اداري اجراآتو د ترتیب په موخه د رؤیت هلال مرکزي هیئت (۳) خبرتیاوې ترتیب، ډیزاین او نشر شوې دي.
۶. د محاکمو د قضائي فعالیتونو اړوند (۱۱۲) انفوګرافیک جوړ، ډیزاین او د سترې محکمې د رسمي آدرسونو له لارې نشر شوي دي.
۷. د ملک محاکمو د فعالیتونو د ښه انعکاس په موخه د «ستره محکمه په اونۍ کې» (۴۸) خپرونې په څلورو  ژبو [پښتو، دري، عربي او انګليسي] ثبت، جوړې او نشر شوې دي.        
۸. د سترې محکمې اړوند مسؤولینو امارتي او شخصي موټرو ته (۳۵) قطعې کارتونه ترتیب او توزېع شوې دي.
۹. د ۱۴۴۷هـ ق کال د (۳) میاشتو کالیزه ترتیب، ډیزاین او د سترې محکمې پر رسمي ادرسونو نشر شوې ده.
۱۰. د ورځنۍ نېټې (۹۰) ډیزاینونه جوړ او د سترې محکمې پر رسمي ادرسونو نشر شوي دي.
۱۱. له رسنیو سره غوره او پر وخت همغږي شوې ده.
۱۲. د سترې محکمې د محترم رئیس او قاضي القضات شیخ صاحب سراج الاحکام في معاملات الاسلام (۸) ټوکه کتاب کمپوز، ډیزاین او په لوړ صحافت سره (۸۰۰۰) جلده چاپ شوی.
۱۳. (۱۰) جلده قوانین، د سترې محکمې (۱۷) جلده درسي نصاب او متحدالمآلونه، (۵۰۷) جلده بېلا بېل کتابونه، (۶۰۰۰) د کلینیک نسخې، (۲۱۱) جلده اصولنامې، (۸۰) جلده د داخلېدو او وتلو ټکټونه او د سترې محکمې د عالي مقام د دفتر عمومي ریاست، د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست، دعوت او ارشاد، دارالانشاء، تدقیق او مطالعاتو، د قضائي زده کړو، د قضاتو امنیتي قطعې، مالي او اداري چارو او د سترې محکمې نورو ادارو د اړتیا وړ (۴۵۷۸۰) پاڼې فوتو کاپي شوې دي.
۱۴. له اړوند بهرنیو ادارو سره د چارو د پر وخت ترسره کېدو په موخه (۵) ايميلونو تبادله شوي دي.
۱۵.  له بهرنیو چارو وزارت او نورو اړوند ادارو څخه د بیرون مرزي وثایقو او حقوقي موضوعاتو اړوند (۴۰۵) قطعې مکتوبونه ترلاسه او د اصولي اجراآتو لپاره اړوند مراجعو ته لېږل شوي دي.
۱۶. (۹۰) جلده کتابونه چې مراجعینو د مطالعې په موخه له ځان سره وړي وو؛ بېرته قضاء کتابتون ته راوړل شوي او د کتابتون د مؤظف کس لخوا ترې تسليمي اخیستل شوې ده.
۱۷. (۳۸۵) عنوانه کتابونو ثبت او اندراج شوي.
۱۸. (۱۵۲) جلده کتابونه د امانت په ډول متقاضيانو ته ورکړل شوي دي.
۱۹. (۱۶۰) جلده کتابونه له متقاضیانو څخه را ټول او یا يې موده تمديد شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی