د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۷۶۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۴۸) وثیقې هم اجرا کړې دي
د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۷۶۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۴۴۸) وثيقې یې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۳۵۰) حقوقي دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۵۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۲) دوسیې فیصله شوې، (۲۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۴۵۱) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۸۱) دوسیې فیصله شوې، (۱۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۲۰۲) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۳) دوسیې فیصله شوې، (۱۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۴۸) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
