په پکتیا ولایت کې پر یو تن قاتل د قصاص الهي حکم تطبیق شو

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۴۸
په پکتیا ولایت کې پر یو تن قاتل د قصاص الهي حکم تطبیق شو

بسم الله الرحمن الرحيم 
الحمد لله وكفى والصلوة والسلام على عباده الذين اصطفی، اما بعد:
قال الله تبارك وتعالى: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاة يا أولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (البقرة: ۱۷۹)
ژباړه: ستاسو لپاره په قصاص کې ژوند دی، اې د عقل خاوندانو د دې لپاره چې تاسو تقوا حاصله کړئ.
و ايضاً قال الله تعالى: وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيْهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِف فِي الْقَتْلِ - إِنَّهُ كَانَ مَنصُورًا (الاسراء: ۳۳) 
ژباړه: او څوك چې مظلوم وژل شوى وي، د هغه وارث ته موږ د غچ غوښتنې (قصاص) حق ورکړی دى، نو پكار ده چې هغه په وژلو کې له حده تېرى ونه کړي، له هغه سره به مرسته وشي.
نن ورځ د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ورزشي سټدیوم کې په یو تن قاتل باندې د الله (جل‌ جلاله) حکم (قصاص) تطبيق شو.
دغه قاتل چې يو کس يې د کلاشينکوف په واسطه په قتل رسولی و، شهرت يې په لاندې ډول دی:
د قاتل نوم محمد ایاز (اسد)، د حکیم خان زوی، د محبت خان لمسی، د پکتیا ولایت د میرزکي ولسوالۍ د «کړکین خولې» سیمې اصلي او د مرکز ګردیز جهاد مېنې سیمې فعلي اوسېدونکی دی، د مقتول حبیب الله (سیف القتال)، د ظریف خان زوی، د دین ګل لمسي د عمدي قتل په پېښه کې نيول شوی و.
یاده موضوع د اسلامي امارت د سترې محکمې اړوند درې ګونو نظامي محاکمو (ابتدائیې، مرافعې او تمیز) لخوا په خورا دقیق او مکرر ډول وڅېړل شوه؛ چې په پايله کې پرې د قصاص حکم صادر او تائید شو، وروسته دغه حکم د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده (حفظه‌الله) حضور ته د تائید لپاره وړاندې شو.
د عاليقدر اميرالمؤمنين (حفظه‌الله) لخوا هم د دغې موضوع په اړه د وروستي احتیاط په موخه فوق العاده څېړنه وشوه، د مقتول کورنۍ ته د بخښنې او سولې لپاره وړانديز شوی و، د هغوی له نه منلو او انکار وروسته په قاتل باندې د قصاص شرعي حكم د تطبيق امر ورکړل شو او د دغه حکم د تطبیق لپاره د هېواد سترې محكمې ته هدایت وشو، چې دغه د قصاص حکم نن چهارشنبه (د ۱۴۴۶هجري قمري کال د جمادی الأولی میاشتې په ۱۱مه) نېټه د پکتيا ولایت د مرکز ګردیز په ورزشي لوبغالي کې د هېوادوالو په یوه مجموعه کې تطبیق کړي.
د قصاص د ترسره کېدو په موخه د هېواد د قاضي القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب په هدایت د سترې محکمې نظامي مرستيال محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب د يوه پلاوي په ملتیا لېږل شوی و.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزیر محترم الحاج خلیفه سراج الدین حقاني، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر محترم الحاج خلیل الرحمن (حقاني)، د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد)، د پکتیا زون د نظامي محکمې رئیس الحاج شیخ عبدالهادي (همت)، د مرافعه محکمې مرستيال مولوي واحدالله (صدیقي)، د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي محمد رحیم (نعماني)، د پکتیا ولایت والي محترم مولوي مهرالله (حماد)، د نورو امارتي ادارو ګڼ شمېر مسؤولينو او په زيات شمېر عامو هېوادوالو ګډون کړی و.
د غونډې په پای کې په هېواد کې د سرتاسري امنیت د لا ټینګښت، د خلکو شرعي حقونو ته د لا رسېدو او د اسلامي شریعت د لا ښه تطبيق لپاره دعاء وشوه؛ غونډه د قاتل په وژنه او په دې اړوند د الله تعالی د ستر حکم قصاص په تطبیق پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی