په پکتيکا ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۵:۱۵
په پکتيکا ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې په ۲۳/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه دوو کسانو ته چې پر زنا متهم وو؛ تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې يو متهم پر پنځه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا، دويم متهم پر دوه میاشتو تنفيذي بند او ۲۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې ياده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۶
Background image

د قضائي تفتيش عمومي ریاست مفتشينو د پکتيکا ولايت له محاکمو او زندان څخه ليدنه وکړه

د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي ریاست قضائي مفتشينو مولوي حبیب الله (حبیب)، مولوي رحمان الدین (حقاني) او مولوي بخت الله (مدني) د خپل کلني پلان له مخې په  ۹ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه پکتیکا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۳۱
Background image

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل (۵۲) کلنه موضوع حل شوه 

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد) په هلو ځلو او د قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۲۳/ ۶/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د دوو کورنیو ترمنځ د قتل (۵۲) کلنه دښمني حل او فصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۲۶
Background image

د خوست د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د اختصاصې محکمې او حقوقو له آمریت څخه لیدنه وکړه

د خوست ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي امین الله (منیب) د تحريراتو د آمر په ملتيا د یاد ولایت له اختصاصي محکمې او حقوقو آمریت څخه په ۲۳ /۶ /۱۴۴۶هـ ق نېټه ليدنه وکړه.
د مرافعه محکمې. . .

بیا په خبرونو کی