د بلخ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۴۰۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۲۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳
د بلخ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۴۰۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۲۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۴۰۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۲۰) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په یوه میاشت کې (۸۲۳) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۶۰۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۱۶) دوسیې فیصله شوې، (۱۲۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په یوه میاشت کې (۴۰۸) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۴۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۰۱) دوسیې فیصله شوې، (۱۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثیقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۱۲۲۰) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۱۶
Background image

د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د شپږو زونونو له والیانو سره وکتل

د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب، پرون چهارشنبه (۲/۵/۱۴۴۸هـ ق) نېټه په خپل کاري دفتر کې د ملک د شپږو زونونو له والي صاحبانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۳۰
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۲۸/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند. . .

بیا په خبرونو کی