د فراه ولایت مرافعه محکمې د مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۵۱
د فراه ولایت مرافعه محکمې د مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د فراه ولايت مرافعه محکمې د مسئولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو په منځګړيتوب، په ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
د قتل یاده پېښه د فراه ولايت د ګلستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې وه؛ چې دوه کسان په کې په قتل رسېدلي وو.
یاده موضوع محکمې ته له راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې مسئولینو د قضیې د حل‌ او فصل په موخه جانبینو ته د سولې ترغیب ورکړ، دوی هم ومنله او موضوع يې رسمًا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۱۶
Background image

د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د شپږو زونونو له والیانو سره وکتل

د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب، پرون چهارشنبه (۲/۵/۱۴۴۸هـ ق) نېټه په خپل کاري دفتر کې د ملک د شپږو زونونو له والي صاحبانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۳۰
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۲۸/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند. . .

بیا په خبرونو کی