د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د حضرت خالد ابن ولید (رضی‌الله عنه) د تعلیمي مرکز له قوماندانۍ څخه ۱۰۳ مجاهدین فارغ شول

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۱:۲۸
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د حضرت خالد ابن ولید (رضی‌الله عنه) د تعلیمي مرکز له قوماندانۍ څخه ۱۰۳ مجاهدین فارغ شول

 د سترې محکمې اړوند د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د حضرت خالد ابن ولید (رضی‌الله عنه) د تعلیمي مرکز له قوماندانۍ څخه درېیمه دوره کې په ۱۶/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه (۱۰۳) تنه مجاهدین فارغ شول.
د یادو مجاهدینو د فراغت په پار جوړه شوې غونډه چې د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید)، د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان محترم حافظ حکمت الله (ذهین)، د ملکي محاکمو امنیتي قطعاتو عمومي قوماندان محترم مولوي عبدالله (عزام)، اداري او تامیناتي مرستيال محترم قاري فرید احمد (همت) او د ځینو  نورو امارتي ادارو مسؤولینو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د یاد ریاست د دفتر عمومي مدیر مولوي خان محمد (مستغفر) د امارتي ادارو مسؤولینو ته ښه راغلاست ووایه او د عقیدوي، مسلکي او جګړییزو زده کړو څخه فارغو مجاهدینو ته یې مبارکي ورکړه وویل، ټول مسؤول مجاهدین او منسوبین مکلف دي چې د اسلامي نظام ساتلو لپاره له هر ډول امکاناتو ګټه واخلي او په دغه لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو شي. 
دغه راز د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ د دعوت او ارشاد آمر  مولوي عصمت الله وینا وکړه وویل، د شکر ځای دی چې الله تعالی داسې سپېڅلی اسلامي نظام را په برخه کړی چې د ټولو انسانانو حقوق په کې خوندي او تأمین دي.
نوموړي زیاته کړه، اعداد او تدریب مو د اسلامي نظام د استحکام سبب کېږي او په الهي آزموینه کې مو تر کامیابۍ رسوي.
غونډه فارغو مجاهدینو ته تر تصدیق پاڼو او ډالیو ورکولو وروسته په اختتامیه دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۴:۵۷
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۹۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۶۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې، وثايقو، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له ( ۱/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۳۹۷) دوسيو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د کابل ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائیه محکمې، دویم زون د عامه امنیت دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته د جعل او تزویر په جرم نن دوشنبې ۲۱/ ۶/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۴:۵۰
Background image

په پکتيکا ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت د جانیخېل ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې نن دوشنبې (۲۱/ ۶/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټه دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی