د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست یوه پلاوي د جنوب لوېدیځ زون د نظامي محاکمو له چارو ليدنه وکړه 

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۰:۲۸
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست یوه پلاوي د جنوب لوېدیځ زون د نظامي محاکمو له چارو ليدنه وکړه 

د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د تفتیش او کنټرول عمومي مدیریت شپږ کسیز پلاوي چې مشري یې د یاد مدیریت عمومي مدیر مفتي عبدالرؤف عمري کوله، د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر څلورمې نېټې پورې د جنوب لوېدیځ زون د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو او د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو لیدنه او څارنه وکړه.

د یاد ریاست د تفتیش او کنټرول مدیریت پلاوي په دې لیدنه کې د جنوب لوېدېځ زون اړوند هرات، فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو او د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرمانونو، د ریاست الوزراء محترم مقام او سترې محکمې د هدایاتو د تطبیق، د مجاهدینو له تعیناتو، اداري او امنیتي چارو، د توقیف خونو امنیت تأمینولو، اکمال او توزېع، د پرسونل له حاضرۍ، ۲۴ ساعته نوکریوالۍ د تطبیق، د پیره دارۍ له ځایونو او نورو اړوند مواردو څخه کنټرول او څارنه وکړه.
دغه راز یاد پلاوي مجاهدینو ته د صورت او سیرت د اصلاح، پر نبوي سنتو د ځان برابرولو، په جماعت سره د لمانځه ادا کولو او خپلو دندو ته د پاملرنې په برخه کې د لازمو لارښوونو او سپارښتنو تر څنګ مجاهدینو ته د دوی د ښه خدمت کولو په موخه ځانګړي ستاینلیکونه او نغدي ډالۍ ورکړې او په راتلونکي کې یې د لا ښه خدمت کولو په موخه مشورې ورکړل شوې. 
د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي د محاکمو له رئیسانو، والیانو، د استخباراتو له رئیسانو او امنیه قوماندانانو، سره د همغږۍ، يووالي او همکاريو د لا ټینګښت لپاره اړینې ناستې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی