د کابل ولایت اختصاصي محکمې په يوه مياشت کې (۵۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کابل ولایت اختصاصي محکمې په یوه میاشت کې له (۱ /۴ /۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۶هـ ق نېټې) پورې (۵۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د کابل ولايت اختصاصي محکمې ته په يوه مياشت کې (۸۹) دوسيې واردې شوې په داسې حال کې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.