په میدان وردګ ولایت کې یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۳۲
په میدان وردګ ولایت کې یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې په اساس په ۱/ ۶/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه یو تن ته چې پر غلا متهم و، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد متهم پر درې کاله تنفیذي بند او ۳۲دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د جلریز ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس محترم مفتي رحمت الله (نعماني) او نورو قضائي غړو، د جلریز ولسوال محترم مولوي محمدجان (محمدي) د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو د اورېدو او نورو امارتي ادارو مسؤولینو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې مسؤولینو د تعزیري سزاګانو د تطبیق پر ګټو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
د غونډې په وروستیو کې پر متهم د تعزیري سزا حکم چې د سترې محکمې عالي مقام هم تائید کړی و تطبیق شو.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی