له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو په اړه د سترې محکمې اعلامیه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۹:۲۵
له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو په اړه د سترې محکمې اعلامیه


دا چې په دې وروستیو کې له پاکستان هیواد څخه ګڼ شمېر افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي/ راستنېږي نو په دې اساس د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه ټولو راستانه شوو/ راستنېدونکو افغان کډوالو ته د هرکلي ترڅنګ دوی ته د هر ډول ممکنه مرستو او په خپل ګران هیواد افغانستان کې د امن او هوسا ژوند د شرایطو برابرولو ډاډ ورکوي.  
دغه راز د سترې محکمې محترم مشرتابه له ټولو امارتي ادارو، ملي تجارانو او عامو هیوادوالو غواړي چې په هره برخه کې هیواد ته د راستانه شوو/راستنېدونکو وروڼو او خویندو داسې هرکلی وکړي لکه د مدیني منورې انصارو چې د مکې مکرمې له مهاجرو وروڼو سره وکړ، تر خپل توان پورې یې هر ډول همکاري وکړي او دوی ته په خپل هیواد کې د زده کړو، کار او هوسا ژوند شرایط برابر کړي.
په درنښت
شیخ عبدالحکیم (حقاني)
د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی