د کونړ د مرافعه محکمې رئیس د خاص کونړ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۱۰:۵
د  کونړ د مرافعه محکمې رئیس د خاص کونړ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د چهار شنبه په ورځ (۱۰ /۷ /۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عزیزالرحمن او ورسره مل پلاوي د خاص کونړ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.

د خاص کونړ ابتدائیه محکمې رئیس محترم عبدالخالق یاد پلاوي ته پر ښه راغلاست سربېره د مرافعه محکمې د دغه پلاوي سفر په اجراآتو کې د شفافیت او د هیوادوالو موضوعاتو ته پر وخت د رسېدنې په برخه کې لوی اقدام وباله او زیاته یې کړه، که د محاکمو د اجراآتو څخه وخت پر وخت لیدنه وشي نو د محاکمو اجراآت به پر وخت او په شفاف ډول پر مخ ولاړ شي.

دغه راز د کونړ د مرافعه محکمې رئیس د یادې محکمې اداري او قضائي کارونه له نیږدې وکتل او د شته ستونزو د حل لپاره یې د مربوطه محکمې مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

پر دې سربېره د مرافعه محکمې رئیس د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست د صادرو شویو متحدالمآلونو د تطبیق څارنه هم وکړه، د یادې ابتدائیه محکمې د تجهیزاتو په تړاو تفصیلي خبرې اترې وشوې او د مرافعه محکمې د رئیس له لوري د شته ستونزو د هواري په برخه کې ډاډ ورکړل شو.

د سفر په پای کې د مرافعه محکمې رئیس حاضرۍ ته په پابندۍ، له مراجعینو سره په ښه چلند، په اجراآتو کې پر شفافیت او د فساد د مخنیوی په هکله جدي سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی