د هلمند د مرافعه محکمې د رئیس په مشري یوه پلاوي د نهرسراج ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې لیدنه وکړه.

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۹:۴۶
د هلمند د مرافعه محکمې د رئیس په مشري یوه پلاوي د نهرسراج ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې لیدنه وکړه.

 

دوشنبه د ۱۴۴۴/۱۱/۹ ھ ق نېټه د هلمند د مرافعه محکمې د رئیس مولوي محمد نبي حماس صاحب په مشري یو مل پلاوي د نهر سراج ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته د اداري او قضائي چارو د ارزوني په موخه سفر وکړ.
یاد پلاوي د محکمې محبس، اداري کارونو، د بندیانو د فیصلو، اوسېدو ځای او د محبس نورو اړینو موضوعاتو پوښتنه وکړه.
همدا راز له نظارت وروسته د نهر سراج ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په انګړ کې د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان او ولسوال صاحب سره ګډ مجلس وکړ، چې دواړو لوريو یو او بل ته د مشترکو همکاریو ډاډ ورکړ، په پای کې د حماس مولوي صاحب له لوري د محبس د مسؤلینو سره د محبس اړتیاوو ته په کتو کافي اندازه مرسته وشوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی