د ننګرهار د مرافعه محکمې لپاره د نوي سرپرست رئيس د معرفت غونډه تر سره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۵:۱۸
د ننګرهار د مرافعه محکمې لپاره د نوي سرپرست رئيس د معرفت غونډه تر سره شوه


په ۲۸ / ۴ / ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د چارو د لا بهبود او چټکتیا په موخه د سترې محکمې د عالي مقام د اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب له لوري د ننګرهار د مرافعه محکمې عمومي ریاست لپاره نوی سرپرست رئیس محترم مولوي ذبېح الله (ساجد) د يوې غونډې په ترڅ کې معرفي او د محاکمو مسؤولينو او منسوبينو ته ور وپېژندل شو.
په یاده غونډه کې د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې د دېوانونو، ښاري ابتدائیه محکمې رئیسانو او د تحریراتو رئیس ګډون درلود. غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د سترې محکمې عالي مقام د اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب له لوري د ننګرهار مرافعه محکمې ریاست اړوند د دېوانونو رئیسانو ته نوى سرپرست رئیس محترم مولوي ذبېح الله (ساجد) رسماً ور معرفي شو.
 د غونډې په دوام د مرافعه محکمې نوي سرپرست رئیس محترم مولوي ذبېح الله (ساجد) د محکمې او قضاء پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې، ټول مسؤولین يې خپلو دندو ته متوجه کړل، د مرافعه محکمې د دېوانونو او د ښاري ابتدائيه محکمې د دېوانونو رئیسانو ته يې د چټکو اجراآتو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې، تر څو د خلکو ستونزو ته په خپل وخت رسېدنه وکړي.
د غونډې په وروستيو کې د دېوانونو رئيسانو نوي سرپرست رئیس محترم مولوي ذبېح الله (ساجد) ته ښه راغلاست ووایه او د دېوانونو رئیسانو د ننګرهار مرافعه محکمې رئیس ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ياده غونډه دعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی