د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اونیزه مشورتي ناسته ترسره شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۱۱:۵۴
د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اونیزه مشورتي ناسته ترسره شوه


د روان 1445هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په درېیمه نېټه د افغانستان اسلامي امارت د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د رئیس الحاج مولوي محمد عوض(سعید) تر مشرۍ لاندې ګډه مشورتي ناسته په داسې حال کې ترسره شوه چې د یاد ریاست د دفتر عمومي مدیر، د پېژند عمومي مدیر، د تفتیش او کنټرول عمومي مدیر، د تامیناتو عمومي مدیر، د دعوت او ارشاد عمومي مدیر، د مطبوعاتو آمر او یو شمېرنورو مسؤولینو ګډون درلود.
د غونډې پیل د قرآن عظیم الشان د څو سپېڅلو آیاتونو په تلاوت وشو ورپسې د ناستې ګډونوالو ته د یاد ریاست عمومې رئیس وینا وکړه وویل، د امارت په لیکو کې مسؤولیت د عبادت په شان دی باید په اخلاص، صداقت او دیانت ترسره شي، له ظلم، زیاتي، غرور او عناد څخه مخنیوی وشي، په دې صورت کې به ‎الله رب العزت (جل جلاله) موږ او تاسې په خپل الهي نصرت ملبس کړي.
محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید) زیاته کړه، د الهي احکامو د تطبیق او اجرا لپاره د قضاء او علماء کرامو شتون الزامي او د قضائي حکمونو د تطبیق لپاره د دغه ریاست او پرسونل درلودل حتمي او ضروري وګڼل.
ورپسي د یاد ریاست مدیرانو او آمرینو خپل اونیز راپورونه او لاسته راوړنې له محترم رئیس او د ناستې له ګډونوالو سره شریکې کړې.

د یادونې وړ ده چې د راتلونکو اونیزو مشورتي غونډو لپاره د اجنډا پر جوړولو او درلودلو باندې هم بحث او موافقه وشوه.
یاده غونډه د محترم مولوي رحیم الله (منیب) لخوا د دعائيې په ویلو سره پای ته ورسېده

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی