د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پنجشېر له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۰:۵۴
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پنجشېر له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي رئیس په اجازه د محترم مولوي سيف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ یوه ټاکل شوي پلاوي چې مولوي عبدالوارث (سعيد) او مولوي رحمان الدين (حقاني) په کې د غړيو په توګه دنده لرله، د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانيه میاشتې په ۱۸مه نېټه د پنجشېر ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.
 ياد پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د پنجشېر ولایت د مرافعه محکمې له محترم رئیس سره وکتل، ورپسې يې د بندیانو ستونزو د څېړلو په موخه د پنجشير ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس اړوند د ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او نور معلومات يې له ځان سره وليکل او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریکې کړې.
د سترې محکمې د عالي مقام لخوا ټاکل شوي پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د ټولو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، ښاري مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو ، وثایقو آمریت او حقوقو آمریت څخه په جلا ډول لیدنې وکړې.
نوموړي پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه ترسره کړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وشوې. 
ياد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزو، کاري خنډونه او لوژستیکي نیمګړتیاوې له ځان سره وليکلې او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نیمګړتیاوو د اکمال په اړه د پنجشېر د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ټول موارد يې په جلا جلا توګه ورسره شريک کړل.
د ياد سفر په دوام دغه پلاوي د ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې، د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړوند ستونزو د حل په اړه د هغوی نظرونه هم واورېدل شول.
 د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک نهه ورځنی سفر د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانيه میاشتې په(۲۶) نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی