د قضائي  تفتیش عمومي ریاست مفتیشینو د بدخشان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۴:۴۸

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي تفتیش د عمومي ریاست د معاون محترم حافظ مولوي عبدالولي (محمود) په مشرۍ یومؤظف پلاوي چې مولوي حبیب الله (حبیب)، مولوي روزي محمد (زمیل) او مولوي اخترمحمد (مظهري) یې غړیتوب درلود، د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم میاشتې په (۲۰مه) نېټه د بدخشان ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

د قضائي تفتیش دغه پلاوي د خپل سفر په پیل کې د بدخشان ولایت د مرافعه محکمې له رئیس صاحب سره وکتل؛ ورپسې یې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د بدخشان ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه او د یاد محبس ټول اړوند نارینه او ښځینه بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او نظریات یې له ځان سره نوټ او بیا يې د اړوند محاکمو له مسؤولینو سره شریک کړل.

د سترې محکمې یاد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د بدخشان د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او د (۲۷) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، د اسنادو او وثایقو له شعبو او د حقوقو له امریت او مدیریتونو څخه جلا، جلا لیدنه وکړه.

د قضائي تفتیش دغه پلاوي د پلټنیز بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هراړخیزه پلټنه ترسره کړه او د محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو پوره معلومات یې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

یاد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او لوژستیکي نیمګړتیاوې له ځان سره نوټ او په پای کې يې د ستونزو د هواري، د خنډونو د له منځه وړلو او د نیمګړتیاوو د اکمال په اړه د بدخشان ولایت د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته ترسره کړه او ټول مشکلات یې په جلا، جلا توګه ورسره شریک کړل.

د پلټنې هيئت د خپل سفر په دوران کې دولسوالیو له مسؤولینو او د بدخشان ولایت له محترم مرستیال والي صاحب سره لیدنه وکړه او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختک او د ځينو مربوطه ستونزو د حل په باره کې یې د هغوی نظرونه واورېدل.

د سترې محکمې یاد پلاوي د محاکمو په وړاندې شته ستونزې او د خلکو شکایتونو په دقیق او هراړخیزه توګه وڅېړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی