د سترې محکمې د نظامي محاکمو معاون د یوه پلاوي په مشرۍ د هیواد  (۸) نظامي زونونو ته سفر وکړ

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۹:۳۳
د سترې محکمې د نظامي محاکمو معاون د یوه پلاوي په مشرۍ د هیواد  (۸) نظامي زونونو ته سفر وکړ


د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۱۳مه نېټه د سترې محکمې د نظامي محاکمو معاون محترم شیخ خیرجان خیرخواه صاحب د یوه پلاوي په مشرۍ چې په تشکیل کې یې د نظامي منسوبینو دېوان مفتي، محترم مفتي حیات الله، د نظامي منسوبینو دېوان محرر محترم مولوي عبدالباقي او محترم مولوي صفي الله (الهام) موجود وو د هیواد اتو (۸) نظامي زونونو (کندوز، بلخ، هرات، کندهار، پکتیا، جلال آباد، غزني او کابل) ته سفر وکړ.
د سترې محکمې نظامي محاکمو معاونیت د دغه لوړ رتبه پلاوي د سفر عمده موخه دا وه چې د اسلامي امارت د محترم مشرتابه د هدایت له مخې په نظامي زونونو او ولایتونو کې د مربوطه زون د رئیس صاحب او د هغه ولایت د والي صاحب په همکارۍ د نظامي محاکمو د څانګو د فعالیت لپاره ځایونه مشخص کړي. 
د سترې محکمې د نظامي معاونیت دغه پلاوي زونونو او ولایتونو ته د سفر پر مهال: 
1.    په کندوز زون کې د بدخشان څانګه او د بغلان او سمنګان ولایتونو لپاره مشترکه څانګه فعاله او د فعالیت لپاره یې ورته د کار ځای مشخص کړ.
2.    د بلخ په زون کې یې د جوزجان او سرپل ولایتونو لپاره د نظامي محاکمو مشترکه څانګه او د فاریاب ولایت لپاره یې جلا څانګه فعاله او د کارځای یې ورته مشخص کړ.
3.    په هرات زون کې یې د بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو لپاره د نظامي محاکمو جلا، جلا څانګې فعالې او د فعالیت لپاره یې د کار محل ورته مشخص کړ.
4.    په کندهار زون کې یې د هلمند، روزګان او زابل ولایتونو لپاره د نظامي محاکمو د جلا، جلا څانګو پر فعالېدو سربېره د یادو څانګو لپاره د کار محل او ځای مشخص کړ.
5.    په پکتیا زون کې یې د خوست او پکتیکا ولایتونو لپاره د نظامي محاکمو څانګې جوړې او د فعالیت ځای یې ورته مشخص کړ.
6.    په ننګرهار زون کې یې د کونړ او ختیځ نورستان لپاره مشترکه څانګه او د لغمان ولایت او لوېدېځ نورستان لپاره د نظامي محاکمو مشترکه څانګه جوړه او د فعالیت ځای یې ورته مشخص کړ.
7.     په غزني زون کې یې د دایکندي او بامیان ولایتونو لپاره مشترکه څانګه جوړه او د فعالیت ځای یې ورته مشخص کړ.
8.    په کابل زون کې یې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو لپاره د نظامي محاکمو مشترکه څانګه جوړه او د فعالیت لپاره یې ورته د کار محل مشخص کړ، چې د یادو څانګو په جوړېدو په فعالېدو سره به مجاهدینو او مراجعینو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي او دوسیو ته به یې په سرعت رسېدنه کېږي.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د نظامي معاونیت د یاد پلاوي له لاسته راوړنو ډک دغه (۲۰) ورځنی سفر د جمادی الأولی میاشتې په ۲مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی