د سترې محکمې د حقوقو عمومي رئيس پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته سفر وکړ

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۱:۲۴
د سترې محکمې د حقوقو عمومي رئيس پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته سفر وکړ

د ١٤٤٥ هـ ق کال د ربيع الاول مياشتې په ٢٩ نېټه د حقوقو عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) د يوه پلاوي په ملتيا پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د مرافعه محاکمو له رئیسانو او د حقوقو له آمرینو سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د یادو ولایتونو د حقوقو برخې اړوند اداري څانګو پاتې خالي بستونو ته د وړ کسانو د موندلو او بیا ټاکلو لپاره پر لازمو لارو چارو بحث ترسره شو او په لا ښه همغږۍ او همکارۍ ټينګار وشو.

ليدنه په پاى کې د دعائیې په ویلو سره پاى ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی