د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ غزني ولایت ته سفر وکړ

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۴:۲
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ غزني ولایت ته سفر وکړ


د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۱۵مه نېټه د سترې محکمې د مرکزي تمیز اړوند جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د یوه پلاوي په مشرۍ چې په ترکیب کې یې د جزا دېوان مفتي صاحبان (محترم مفتي محمد سليم او محترم مفتي سعيد احمد مزمل) شامل وو؛ د یو شمېر جزائي موضوعاتو د حل او فصل په موخه غزني ولایت ته سفر وکړ.
د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د یاد سفر په جریان کې د غزني د مرافعه محکمې له رئیس، قضائي غړو او د یاد ولایت د محاکمو له یو شمېر نورو مسؤولینو سره هم وکتل.
محترم مفتي دروېش صاحب د یادې لیدنې پر مهال غزني ولایت د محاکمو قضائي غړو ته د جزائي دوسیو د حل او فصل په تړاو پر ګټورې وینا سربېره د یادو مواردو په برخه کې ځينې لازم هدایات هم وکړل.
دغه راز د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس غزني ته د سفر په جریان کې پنځه مهم جزائي موضوعات حل او نهايي کړل.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې دغه پلاوی له لاسته راوړنو تر ډک سفر وروسته د ربیع الثاني میاشتې په ۱۷مه نېټه بېرته سترې محکمې ته ستون شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کابل ولايت د حقوقو ریاست رئيس محترم مفتي نصيب الله (طیب) په مشرۍ؛ د څلورو زونونو د تطبيق آمرينو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۳/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
یاده غونډه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۸
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر (۱/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۲۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۶
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۵)  ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ او تابلیت کا)، الکولي مشروباتو، پوډرو، شیشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق. . .

بیا په خبرونو کی