د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ سمنګان، کندوز، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ سمنګان، کندوز، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس، محترم مفتي عتیق الله (دروېش)، د مفتي عبدالحی (شاکر) او مفتي فضل الرحمن (قاسمي) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام په ۲۸مه نېټه، د سترې محکمې د رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب، د ځانګړي هدایت پر بنسټ سمنګان، کندوز، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د دغه سفر اساسي موخه د (۱۶)  جزائي دوسیو په اړه د وروستیو معلوماتو بشپړول وو.
د سترې محکمې د جزا دېوان پلاوي د سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د مرافعه محاکمو له رئیسانو، د جزا دېوانونو له مسؤولینو او قضائي منسوبینو سره جلا جلا غونډې ترسره کړې، د جزائي قضیو د حل او فصل او د قضائي اجراآتو د لا ښه‌والي په اړه یې مفصلې خبرې او بحثونه وکړل.
همدارنګه، د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د جزائي موضوعاتو اړوند (۱۶) دوسیې وڅېړلې، د دوسیو له طرفینو سره یې لیدنې وکړې او د قضیو د بشپړې ارزونې په موخه یې لازمې څېړنې او تحقیقات ترسره کړل.
دغه راز، د پلاوي غړو د سمنګان، کندوز، تخار، بغلان او بدخشان له والي صاحبانو سره هم وکتل او د محاکمو او نورو اړوندو امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او ګډې همکارۍ د لا پیاوړتیا په اړه یې خبرې ورسره وکړې.
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس په دې لیدنو کې د والي صاحبانو له لوري له محاکمو سره د شوې همکارۍ ستاینه وکړه او د دغې همکارۍ پر دوام یې ټینګار وکړ.
د یادو ولایتونو د محاکمو مسؤولینو، والي صاحبانو او د نورو اړوندو امارتي ادارو مسؤولینو د سترې محکمې د جزا دېوان د عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د سفر هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه، چې دغه ډول رسمي سفرونه د قضائي چارو د لا ښه تنظیم، د محاکمو د ورځنیو اجراآتو د پیاوړتیا او له امارتي ادارو سره د همغږۍ او همکارۍ په پراختیا کې اغېزناک او ګټور رول لري.
د یادونې وړ ده، چې د سترې محکمې د دغه لوړ رتبه پلاوي له لاسته راوړنو ډک سفر د صفرالمظفر میاشتې په ۱۰مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل (۱۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۱۷/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه شاوخوا لس کاله مخکې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۴۸
Background image

د هرات ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د رؤیت هلال هيئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي علي گل (حمیدي) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د نظامي محکمې، امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو د اورېدو، د علماوو شورا، حج او اوقافو او. . .

بیا په خبرونو کی