د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس د کونړ ولايت د قضائي، نظامي او ملکي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۰:۲
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس د کونړ ولايت د قضائي، نظامي او ملکي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) کونړ ولايت ته د سفر پر مهال د ياد ولايت د ټولو قضائي، نظامي او ملکي ادارو له مسؤولينو سره وکتل.
د دې سفر او ليدنې موخه د ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ لا تقویه وه.
په یاده ليدنه کې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس د بېلا بېلو ادارو مسؤولينو ته وويل، خپلې دروازې مو د ولس پر مخ خلاصې ساتئ، د مظلوم اواز اورئ، دندې مو لوی مسؤوليت او عبادت وګڼئ.
محترم مفتي دروېش د ناستې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، دا اسلامي نظام بايد موږ ته لوی ارزښت ولري، له هغو کړنو ډډه وکړئ چې د نظام د بدنامۍ سبب کېږي.
پر دې سربېره د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د امنيت او عدالت د تأمين په اړه هم هر اړخيزې خبرې وکړې.
دغه راز د کونړ ولايت محترم والي مولوي قدرت الله راغلي پلاوي ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د همغږۍ په موخه دغه جوړې شوې غونډې ډېر ګټورې وبللې او د دوام غوښتنه یې وکړه.
نوموړي زياته کړه، په دې غونډو کې بايد د هر ولايت د ټولو نظامي او ملکي ادارو مسؤولين او استازي ګډون ولري.
ياده غونډه د ټولو حاضرینو د نظریاتو له اورېدو وروسته د دعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د وزارتونو، امارتي ادارو، کمېسیونونو، د ملک (۳۴) ولایتونو محاکمو او نورو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه 

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په ډېرو هڅو؛ په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د کورنۍ شخړې له امله يو کال مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع؛ حل او فصل شوه.
یاده موضوع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۱۵۸۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۱۰/۳۰هـ ق) نېټې پورې (۱۵۸۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

بیا په خبرونو کی