د زابل د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۹:۴۰
د زابل د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه

 د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د جمادی الأولی مياشتې ۲۸مه نېټه د زابل ولایت د مرافعه محکمې د محترم رئیس مفتي عبدالجليل (سفیان) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري محاکمو د جزا دېوان د مسؤولينو په ګډون يو ګډ پلاوي د زابل ولایت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه.
د يادې ليدنې پر مهال بنديانو ته د مرافعه محکمې محترم رئيس او د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئيس د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې د ژوند کولو او په ټولنيز ژوند کې د اسلامي احکامو د رعايت کولو پر اهميت باندې مفصلي خبرې وشوې. وروسته يې د بنديانو د اوسېدو له ځايونو ليدنه وکړه، له بنديانو سره د محبس د مسؤلينو لخوا د سلوک او چلند په اړه پوښتنه وکړه، چې په ياد زندان کې موجود بنديانو په يوه خوله وويل، د محبس ټول مسؤولين له موږ سره ښه سلوک او غوره چلند کوي، پر وخت خوراکي توکي او نور د اړتيا وړ اجناس راته اماده کوي.
د ليدنې په دوام د ياد پلاوي له لوري د محبس د مسؤولینو کړنې وستایل شوې او د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه ورته لازمې سپارښتنې وشوې؛ ورپسې د ټولو هغو بنديانو چې موضوعات يې ځنډيدلي او يا ابتدائيه شوي وي، مګر په مرافعه محکمه کې يې موضوع جريان ته نه وي لوېدلي، دوسيې يي وکتل شوې.
د يادې ليدنې په پای کې د بنديانو غوښتنې واورېدل شوې، ټولو بنديانو ته اطمینان ورکړل شو، چې موږ به هر وخت ستاسو د حال او احوال اخيستو په موخه له محبس څخه ليدنه کوو، که کومه ستونزه موجوده وه له موږ سره یې شریکوئ، موږ به يې له اړوندو مسؤولينو سره د حل په موخه شريکوو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د وزارتونو، امارتي ادارو، کمېسیونونو، د ملک (۳۴) ولایتونو محاکمو او نورو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه 

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په ډېرو هڅو؛ په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د کورنۍ شخړې له امله يو کال مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع؛ حل او فصل شوه.
یاده موضوع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۱۵۸۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۱۰/۳۰هـ ق) نېټې پورې (۱۵۸۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

بیا په خبرونو کی