د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي د څمکنیو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته سفر وکړ
د روان 1444 هـ ق کال د جمادی الثاني میاشتې په څلورمه نېټه د پکتیا د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) او ورسره مل پلاوي (د مرافعه محکمې د تحریراتو آمر قاري میرزامحمد رشیدي او د مرافعه محکمې اجرائیه مدیر ملنګ جان ملکزاده) د څمکنیو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یادې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې له قاضي، مفتي او محرر سره وکتل، د دوی قضایي ستونزې یې واورېدې او د اجراآتو ارزونه یې وکړه.
د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس د څمکنیو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې پر مسؤولینو سربېره د دې ولسوالۍ له ولسوال الحاج مولوي عزت الله (مخلص)، امنیه قوماندان، جنایي مدیر، د امربالمعروف مدیر، د حقوقو مدیر او د ولسوالۍ له نورو اداري کارکوونکو سره وکتل.
یادو مسؤولینو ته یې په ولسوالۍ کې د اسلامي شریعت پر تطبیق، ښې حکومتولۍ، د ادارو ترمنځ پر همغږۍ، له خلکو سره په ښه رویه، د خلکو ستونزو ته په وخت سره رسېدنې او خلکو ته د سهولتونو پر برابرولو ټینکار وکړ.
په یاده ناسته کې یې د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې ریاست قضائي پرسونل ته جدي سپارښتنه وکړه چې د خلکو ستونزې او د عواوې اسلامي اصولو او د اسلامي امارت د محاکمو اصولو ته په کتو سره حل او فصل کړي، هېڅ فشار دې په ځان نه مني، د هېڅ فرد تر تاثیر لاندې دې نه راځي او حق دې حقدار ته وسپاري.
د سفر په پای کې د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس د څمکنیو ولسوالۍ له مشرانو او اوسېدونکو سره وکتل، د هغوی ستونزې او شکایات یې واورېدل او د هغوی د مشکلاتو د حل ډاډ یې ورکړ، د ځینو کسانو شکایات یې وڅېړل او حل یې کړل.
دغه راز د استیناف محکمې رئیس په خپلو خبرو کې وویل، هر کله چې تاسو ته د قضاء په برخه کې مشکل رامنځته کېږي، د مرافعه محکمې دروازه ستاسو پر مخ خلاصه ده، ستاسو ستونزې به د مرافعه محکمې ریاست لخوا اورېدل کیږي او د حل لاره به ورته لټول کېږي، د څمکنیو ولسوالۍ مشران او ولسونه د پکتیا د مرافعه محکمې له رئیس نه خوښي څرګنده کړه او د زړه له تله یې د نظام د بقاء دعا وکړه.
په پای کې د څمکنیو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې غړیو، ولسوال او نورو اداري مسؤولینو، د څمکنیو ولسوالۍ مشرانو او خلکو د مرافعه محکمې له رئیس او ورسره مل پلاوې څخه د زړه له تله مننه وکړه او د یاد سفر نتیجه یې مثبت وبلله.