د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو عمومي قوماندان درېیو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۲
د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو عمومي قوماندان درېیو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو عمومي قوماندان، محترم الحاج مولوي مطیع الله (فاروقي) د یوه پلاوي په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی‌ الأولی میاشتې په ۹مه، ۱۰مه او ۱۱مه نېټه کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو ته د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو د چارو د ارزونې او کتنې په موخه رسمي سفر وکړ.
د محترم الحاج مولوي مطیع الله (فاروقي) او ورسره مل پلاوي، د دغه سفر عمده موخې د یادو ولایتونو د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو د چارو له نږدې څارنه او ارزونه، د امنیتي وضعیت لا ښه‌والي، د شته ستونزو او اړتیاوو تشخیص او د قضائي او امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پیاوړتیا وه.
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو عمومي قوماندان د دغه سفرونو پر مهال د کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو د مرافعه، ښاري ابتدائیه او ولسوالیو د ابتدائیه ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو له مسئولینو او منسوبینو سره جلا جلا غونډې وکړې‎.
په یادو غونډو کې د محاکمو د امنیتي وضعیت، د قضاتو او قضائي تأسیساتو د امنیت د تأمین، د امنیتي چارو د لا ښه‌والي او د موجوده اړتیاوو او ستونزو د حل په اړه هر اړخیز بحثونه او د نظرونو تبادله وشوه.
دغه راز د ناستې ګډونوالو د امنیتي قطعاتو او د محاکمو د قضائي غړو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ، د شته ستونزو پر حل او د محاکمو د امنیت د لا ښه تأمین په موخه د اړینو تدابیرو پر نیولو ټینګار وکړ.
په دې سربېره محترم الحاج مولوي مطیع الله (فاروقي) د یادو ولایتونو، امنیه قوماندانیو، مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو او دې محاکمو اړوند دېوانونو له مسئولینو سره جلا لیدنې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د دغه رسمي سفر پر مهال د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د پلاوي مسلکي مسئولینو د یادو ولایتونو د ملکي محاکمو امنیتي مجاهدینو ته لنډ نظامي او عقیدوي درسونه هم ورکړل؛ په دغو درسونو کې د شرعي او نظامي آدابو ارزښت، د وسلو د ساتنې او کارونې اصول، د تالاشۍ او پهره‌دارۍ اړوند شرایط، له قضاتو، اداري مسئولینو، نورو منسوبینو او مراجعینو سره د ښه چلند او مناسب تعامل څرنګوالی او پنځه وخته لمانځه ته د پابندۍ موضوعات شامل وو.
د غونډو په پای کې محترم الحاج مولوي مطیع الله (فاروقي) پر متقابل درناوي، دوامدارې همغږۍ، د مسئولیتونو ترمنځ د ګډې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او اړوندو مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د قضاتو، قضائي مراجعو او محاکمو د تأسیساتو د امنیت د لا ښه تأمین په موخه خپلې هڅې او همغږۍ لا پیاوړې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۴۰
Background image

معاون قضائی ستره محکمه در رأس یک هیئت به ولایت میدان وردگ سفر کرد

محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) معاون قضائی ستره محکمه، با همراهی محترم مفتی محمد ابراهیم‌جان (ابوالحفاظ) رئیس عمومی تدقیق و مطالعات و محترم مفتی احمد سعید مستشار معاونیت قضائی، به تاریخ ۲۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۳
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت کندز از محکمه ابتدائیه ولسوالی دشت ارچی آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت کندز؛ با معیتی مولوی محمد صادق (مظهری) آمر حقوق محکمه مرافعه، به تاریخ 20 /5 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه ولسوالی دشت ارچی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۹:۱۳
Background image

رؤسای زون‌های ده‌ګانه محاکم ابتدائیه شهری ولایت کابل از توقیف‌خانه‌ های ریاست تحقیقات جنائی بازدید نمودند

به اساس فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی)، هیئت قضائی متشکل از رؤسای زون‌های ده‌ګانه محاکم ابتدائیه شهری ولایت کابل، به‌خاطر معلوم شدن وضعیت عمومی، شرایط نگهداری و مراحل. . .

بازگشت به اخبار