د سترې محکمې د قضائي زده کړو ریاست او وثايقو آمريتونو په انګړ کې د يو مسجد د بنسټ ډبره کېښودل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۷:۳
د سترې محکمې د قضائي زده کړو ریاست او وثايقو آمريتونو په انګړ کې د يو مسجد د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د سترې محکمې د اداري مرستيال محترم شيخ عبدالمالک (حقاني) صاحب لخوا د قضائي زده کړو رياست او وثايقو آمريتونو په انګړ کې نن پنجشنبې د ۲۳/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د يو مسجد جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په دې موخه جوړ شويو مراسمو کې د سترې محکمې پر اداري مرستيال سربېره، د حج او اوقافو وزارت اداري او مالي مرستيال محترم شيخ عارف الله (عارف)، د سترې محکمې مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم الحاج مولوي کريم الله (زاهد)، قضائي غړو، اداري کارکوونکو او يو شمېر مراجعينو ګډون کړی و.
یادو مراسمو کې د سترې محکمې اداري مرستيال محترم شيخ عبدالمالک حقاني وويل، ياد مسجد د سترې محکمې د محترم رئیس او قاضي القضات په وړانديز، د اداري معاونيت او اړوند رئيسانو په غوښتنه او د حج او اوقافو وزارت په منظورۍ جوړېږي.
محترم حقاني صاحب زیاته کړه، دا يو عادي کور او دفتر نه دی، بلکې مسجدونه د اسلام بنسټونه دي او د کومو مسجدونو بنسټ چې د تقوا پر اساس اېښودل شوی وي، هغه الله تعالی ته د نږدې والې ذريعه ګرځي.
دغه راز محترم حقاني صاحب له ديني او شرعي اړخه د مسجدونو پر ارزښت هر اړخيزه وینا وکړه، د حج او اوقافو وزارت له مسؤولينو يې مننه وکړه او د اړوند پروژې مسؤولينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې خپلې چارې د دوه اړخيز قرارداد مطابق په پوره صداقت او ایماندارۍ سره ترسره کړي.
محترم حقاني صاحب وويل، د دې مسجد په جوړېدو سره به د لمانځه د ځای په برخه کې د قضائي غړو، اداري کارکوونکو او مراجعينو ستونزې په بشپړ ډول حل شي.
د یادونې وړ ده چې یاد مسجد د شپږو میاشتو په موده کې د شاوخوا اووه ميليونه افغانيو په ارزښت په دوه پوړونو کې جوړېږي؛ چې په يو وخت کې به د اووه سوه لمونځ کوونکو ظرفيت ولري.
یاد مراسم د حج او اوقافو وزارت اداري او مالي مرستيال په اختتاميه دعاء پای ته ورسېدل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار