د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل شوه
د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب، په ۱/۱ / ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه.
د کابل ولایت اړوند د قرهباغ ولسوالۍ په بازار کې په ۲۳ / ۱۲ /۱۴۴۷هـ ق نېټه د ترافیکې پېښې له امله یو تن په قتل رسېدلی و؛ یاده موضوع ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه او د محکمې د قضائي غړو لخوا د حکم څخه مخکې دواړه طرفونه سولې ته وهڅول شول او دوی هم ومنله.
یاده موضوع د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې، چې د دواړو لوریو قومي مشرانو او علماوو هم په کې ګډون درلود حل شوه؛ د مقتول وارثینو قاتل ته بخښنه وکړه او موضوع يې رسمًا پای ته ورسېده.
