د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه
د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس د غونډې د اجنډا مطابق د قضائي چارو د تنظیم، د کاري بهیر د لا ښه والي او قضائي دوسیو باندې پر وخت د اجراآتو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
محترم مولوي سلطان محمد رباني د قضائي پرسونل نظریات، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او د یادو موضوعاتو د حل لپاره یې لازمې سپارښتنې او لارښوونې وړاندې کړې.
نوموړي د قضائي چارو په ترسره کولو کې د قانوني اصولو رعایت، د وظیفوي مسؤولیتونو پر وخت اجرا، له مراجعینو سره د غوره چلند او د عدالت د تأمین پر اهمیت ځانګړی ټینګار وکړ.
دغه راز پرېکړه وشوه، چې د مطرح شویو ستونزو د حل او د قضائي چارو د لا اغېزمنتیا لپاره به اړوند اقدامات په منظم ډول تعقیب او عملي کېږي.
غونډه د ګډونوالو د نظرونو له تبادلې او د اړینو تصمیمونو له نیولو وروسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
