د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه
د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنیت دېوانونو رئیسانو په کې ګډون درلود، د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په ۲۸مه نېټه د لغمان ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه.
یاد هيئت د بندیانو حالت له نږدې وکاته، د هغوی نظرونه او غوښتنې یې واورېدې او د زندان مسؤولینو ته يې لازم هدایات وکړل.
دغه راز یاد هيئت د بندیانو د تعليم، هنري زدکړو، د اوسېدو ځای او اعاشې په اړه معلومات ترلاسه کړل.
په پای کې دغه هيئت د زندانیانو د اوسېدو له خونو، پخلنځي او نورو ودانیو څخه لیدنه وکړه، تر څو د حفظ الصحې په مراعات کولو سره د زندانیانو روغتیا ته په بشپړه توګه توجه وشي.
