د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۳۸۸) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له (۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۳۸۸) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د کندهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې په يوه مياشت کې (۱۱۳) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۴۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۶۶) دوسیې فیصله شوې دي.
په جزائي برخه کې:
د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۲۷۵) جزائي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۱۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۱۵۸) دوسیې فیصله شوې دي.
