په کابل ولايت کې پنځو مجرمينو او يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه او چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د قماربازۍ په جرم او يو کس ته د لواطت په تور، د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۱۶مه او ۲۹مه نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محاکمو پنځه مجرمين پر شپږ میاشتې تنفيذي بند او ۱۵ - ۱۵ دُرو او يو متهم پر ۲۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یادې پرېکړې د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوې.
