د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۵۶) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۸۱) وثیقې يې هم اجرا کړې دي
د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۵۶) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۸۱) وثيقې يې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
په حقوقي برخه کې د (۱۶۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۸) دوسیې فیصله شوې، (۲۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په جزائي برخه کې د (۴۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۰) دوسیې فیصله شوې، (۱۷) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۸۱) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
