په پکتيا ولايت کې درېيو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د پکتیا ولايت جانيخېلو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې درېيو کسانو ته د جعلي پيسو په جرم؛ په ۱۲/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان پر شپږ ـ شپږ میاشتې تنفيذي بند او ۲۰ـ ۲۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شوه.
یاد پرېکړه د ابتدائیه محکمې رئيس او قضائي غړو، ولسوال، امنيه قوماندان، استخباراتو مدیر، قومي مشرانو او عامو خلکو په شتون کې تطبيق شوه.
