د سترې محکمې نوی اداري معاون صاحب معرفي او رسماً یې چارې پیل کړې

m_admin
سبت, سبتمبر 20 2025 3:40 مساء
د سترې محکمې نوی اداري معاون صاحب معرفي او رسماً یې چارې پیل کړې

د سترې محکمې نوی اداري معاون محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب نن شنبه (۲۷/ربیع الأول/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه په یوه غونډه کې د سترې محکمې مسؤولینو او منسوبینو ته معرفي او رسماً یې چارې پیل کړې.
د یاد معاون صاحب د معرفت په موخه غونډه کې چې د سترې محکمې د ناستو په تالار کې جوړه شوې وه، د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) حفظه‌الله، د سترې محکمې نظامي معاون محترم شیخ سردار محمد (ابو الفیضان) صاحب، د سترې محکمې د جنوب لوېدیځ زون قضائي معاون محترم شیخ نور الله (منیر) صاحب، د سترې محکمې مخکني اداري معاون او د پوهنې وزارت د معلم د تربیې او عمومي تعلیماتو اوسني معین محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب، د سترې محکمې د تمیزونو رئیسانو، د چارو ادارې معاون محترم عبدالباري (عاطف) صاحب، د پوهنې وزارت معین صاحبانو، د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو رئیسانو، مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
ناسته د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) صاحب لخوا د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د سترې محکمې مخکني اداري مرستیال او د پوهنې وزارت د معلم د تربیې او عمومي تعلیماتو اوسني معین محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب خبرې وکړې وویل، تغیر او تبدیل په اسلامي نظام کې یو مهم اصل دی، موږ په دې ټاکنو او تبدیلو پوره راضي یو او د الله تعالی له لوړ او سپېڅلي درباره په راسپارل شوو مسؤولیتونو کې د توفیق غوښتنه کوو.
محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب وویل، د اسلامي امارت هر مسؤول د خپلو مسؤولیتونو پر مهال ځان الله تعالی ته ځواب ورکوونکی ګڼي او په هر کار کې لومړی په دې فکر وي چې څنګه وکولای شي د خپل ورسپارل شوي مسؤولیت د ښه ترسره کولو په وجه هم الله تعالی راضي کړي او هم د ولس او خلکو مشکلاتو ته رسېدنه وکړي.
ورپسې د سترې محکمي اوسني اداري معاون محترم شیخ سخاء ﷲ (سعید) صاحب د امیر د اطاعت په اړه تفصیلي خبرې وکړې وویل، زموږ باور دادی چې د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) هر حکم او فرمان د اسلامي نظام د استحکام، وحدت او چارو د ښې ترسره کولو لپاره صادروي، موږ یې هر حکم عملي کول پر ځان واجب ګڼو؛ که مو هر ځای تغیر، تبدیل یا بیخي له دندې لرې کړي خوشاله او راضي یو؛ ځکه موږ ته ځان نه دی مطرح؛ بلکې یوازینۍ هیله مو د اسلامي نظام بقاء او استحکام دی.
د یادې ناستې ګډونوالو ته د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم(حقاني) صاحب په خپله ارښتناکه وینا کې وویل، د اسلامي امارت بریالیتوب او استحکام په یووالي او وحدت کې نغښتی دی او زموږ د همدې یووالي او وحدت نتیجه ده چې الله تعالی په افغانستان کې داسې نظام او امنیت راوستی دی چې مثال یې نشته.
محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب حفظه‌الله زیاته کړه، په اسلام کې د امیر اطاعت ډېر مهم اصل دی، په احادیثو کې راځي: چا چې د امیر اطاعت وکړ، لکه د رسول الله (صلی‌الله علیه وسلم) اطاعت یې چې کړی وي، چا چې د رسول الله (صلی‌الله علیه وسلم) اطاعت وکړ په اصل کې یې د الله تعالی اطاعت وکړ، بناءً د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د حکم په اطاعت کې د الله تعالی رضا نغښتې ده.
دغه راز د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات شیخ صاحب د سترې محکمې د مخکنیو معاون صاحبانو چارې وستایلې وویل، د سترې محکمې معاون صاحبانو خپلې ټولې ورسپارل شوې چارې په پوره صداقت او شفافیت ترسره کړې دي، موږ یې له کارونو راضي یو او له الله تعالی څخه ورته په نویو ورسپارل شوو مسؤولیتونو کې هم د بریالیتوب دعاء کوو.
محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د نویو معاون صاحبانو په اړه وویل، د سترې محکمې تازه ټاکل شوي معاون صاحبان هم د اسلامي امارت په قضاء کې پوره تجربه لري، دوی له فتحې مخکې په قضاء برخه کې پوره کار کړی او ډېرې ستړې یې ګاللې دي، بناءً زه ډاډه یم چې ان شاءالله سترې محکمې ته د دوی په راتګ سره به د محاکمو چارې لا نورې هم ښې شي.
په دې سربېره د چارو ادارې مرستیال محترم مولوي عبدالباري (عاطف) صاحب د سترې محکمې د نویو معاون صاحبانو د ټاکلو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) حکم ولوست او ناسته د سترې محکمې د نظامي مرستیال محترم شیخ سردارمحمد (ابوالفیضان) صاحب لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

Latest news

أربعاء, فبراير 25 2026 10:21 صباحا
Background image

تقرير موجز لرئاسة العلاقات الخارجية والعامة والإعلام بالمحكمة العليا عن الربع الثانی من عام 1447 ه ق.

قامت رئاسة العلاقات الخارجية والعامة والإعلام بالمحكمة العليا خلال الربع الثاني من عام 1447هـ بالأنشطة المهمة الآتية:
1.     في الربع الثاني، تم تسجيل وإنتاج ونشر (٤) برامج القضاء. . .

أربعاء, فبراير 25 2026 10:18 صباحا
Background image

تقرير موجز عن أنشطة رئاسة التمييز المركزي بالمحكمة العليا خلال الربع الثاني من عام ١٤٤٧ هـ ق

قامت رئاسة التمييز المركزي بالمحكمة العليا، خلال الربع الثاني من عام ١٤٤٧ هـ ق، بتنفيذ الأنشطة المهمة التالية:
1.    خلال الربع الثاني، قامت الرئاسة العليا للتمييز المركزي بالنظر في. . .

خميس, فبراير 12 2026 11:03 صباحا
Background image

تقرير موجز عن أنشطة الرئاسة العامة لشؤون الموظفين بالمحكمة العليا خلال الربع الثاني من عام ١٤٤٧هـ ق    

قامت الرئاسة العامة لشؤون الموظفين بالمحكمة العليا، خلال الربع الثاني من عام ١٤٤٧هـ ق، بتنفيذ الأنشطة المهمة الآتية:
1. خلال الربع الثاني، قامت الرئاسة العامة لشؤون الموظفين باتخاذ. . .

BACK TO NEWS