د کابل ولایت د نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا (۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشهیي تابليتو (ذيکپ او تابليت کا)، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو، په ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له اوو مياشتو څخه تر درې کالو او شپږو مياشتو پر تنفيذي بند او له ۱۵ څخه تر ۳۵ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو.
ياده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمینو تطبيق شوه.