د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي محمد (محمدي)؛ په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو، د اسنادو او وثایقو ثبت آمریتونو، اختصاصي محکمې قضائي غړو او د تحریراتو رئیس په ګډون په ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس خبرې وکړې وويل، په راتلونکې کې به استهداآت د تحریراتو ریاست له خوا دېوانونو ته د تحقیق او څېړنې لپاره لېږل کېږي او هره سه شنبه ورځ به اداري غونډه وي.
د مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، د نورو امارتي ادارو او د حوزو له آمرینو سره به هم د همغږۍ ناستې کوو.
دغه راز يوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې له محبس څخه ليدنه وکړي او په وروستيو کې په قضائي موضوعاتو هم تفصیلي بحث وشو؛ په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.