د کابل د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۱۴۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کابل ولایت د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې په دوو اونيو کې له (۱ /۴ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه تر ۱۵ /۴ /۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۱۴۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې ته په دوو اونيو کې (۱۵۵) دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۹) دوسيو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۰) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.