د خوست ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۷
د خوست ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئیس الحاج مفتي عبدالقيوم (صاحب زاده) په مشرۍ، د مرافعه  او ښاري ابتدائيه محاکمود دېوانونو رئیسانو، د ولسواليو قضاتو، د امنيتي قطعې قوماندان، د تحريراتو، دعوت او ارشاد او حقوقو آمرينو په ګډون، په /۵/۱/۱۴۴۸ هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه کې پر بېلا بېلو موضوعاتو بحث وشو.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د غونډې اجنډا بيان کړه وویل، ټول قضات بايد په فيصلو کې عدل وکړي؛ ځکه محاکم د اسلامي نظام د زړه حيثيت لري، که زړه صفا او جوړ وي ټول بدن ورسره جوړ وي، همداسې که په محاکمو کې عدالت پلي وي؛ نو ټول نظام به ورسره ښه یادېږي.
نوموړي زیاته کړه، د بې انصافۍ يا د عدل د ماتېدو دوه اسباب دي، يو په جانبینو کې له یوه جانب سره خواخوږي د قوم، سمت او ژبې په اساس او له بل سره دښمني چې باید په کلکه ځانونه ترې وساتو.
دغه راز غونډه کې د مرافعه او ابتدائيه محاکمو پر ځینو موضوعاتو هم خبرې وشوې او حللارې ورته وموندل شوې.
د غونډې په وروستيو کې د بندیانو پر دوسیو بحث وشو او د محترم مفتي صاحب زاده لخوا مسؤولینو ته د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه لازم هدایات وشول.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

محاکم ولایت بادغيس طی يک ماه علاوه بر رسيدگی به (۹۰۲) دوسیه، به تعداد (۲۲۵) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیه شهرى و ابتدائیۀ ولسوالى‌های ولایت بادغیس طی یک ماه (از ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق الى ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسيدگی به (۹۰۲) دوسیه، به تعداد (۲۲۵) قطعه وثایق را نیز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۵۱
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت غزنی از پنج محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های آن ولایت بازدید نمود

الحاج مفتی عزیزالله (حیدری) رئیس محکمه مرافعه ولایت غزنی؛ با همراهی هیئت معیتی شان از تاریخ 5 الی 8 صفرالمظفر سال 1448هـ ق از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های گیلان، ناوه، مقر، آب بند و قرباغ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۳۳
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان از محبس آن ولایت بازدید نمود

الحاج مولوی محمد صابر (حنفی) رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان؛ به تاریخ 10 /2 /1448هـ ق از زندان آن ولایت بازدید بعمل آورد.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء از تمام محبوسین از بخش. . .

بازگشت به اخبار