د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۱:۵۶
د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئيس محترم مولوي عبدالکریم (حقاني)، د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۵ څخه تر ۱۹مې نېټې پورې، د تحریراتو آمر شفیع الله (عابد) او د حقوقو آمریت مسلکي غړي قاري ارشاد الله په ملتيا د ښاري ابتدائیه محکمې په ګډون د دولت شاه، الیشنګ، الینګار، قرغه‌يي او بادپښ ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
 د مرافعه محکمې رئیس د یادو محاکمو له اداري او قضائي چارو څخه له نږدې څارنه وکړه، د یادو محاکمو د اصولو مطابق چارې يې وستایلې او د چارو د لا بهبود په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمه رئيس د یادو محاکمو مسؤولينو ته په خطاب کې وویل، په ټاکلي وخت خپلو دندو ته راځئ، په حاضرۍ کې هېڅ ډول غفلت مه کوئ، باید د نن ورځې کارونه سبا ته پاتې نشي؛ ځکه چې د سبا ورځې لپاره نور کارونه وي، نو که چېرته د نن او سبا سره یوځای شي، د کارونو حجم زیاتېږي او له دې امله په چارو کې نيمګړتياوې او ستونزې رامنځته کېږي.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس ټينګار وکړ، چې د تل په څېر خپلې چارې په صداقت او ایماندارۍ سره په شفافه بڼه سرته رسوئ او له مراجعینو سره نېک چلند کوئ.
د یادونې وړ ده چې د مرافعه محکمې رئیس د دې لیدنو موخه ورځنیو چارو ته د محاکمو د مسؤولینو او منسوبینو متوجه کول و چې د مراجعینو کارونه په ټاکلي وخت د اصولو په رڼا کې ترسره کړي؛ ترڅو خدای مه کړه د دې کړېدلي او زورېدلي ملت کارونه د ځنډ او خنډ سره مخ نشي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۲
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پنجشیر از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های آبشار، حصه‌اول و پریان آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد عثمان (عامر) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت پنجشیر؛ با همراهی مولوی عبدالرحمن (حنیف) رئیس دیوان امنیت عامه مرافعه، مولوی پردل (منیب) عضو محرر دیوان جزا مرافعه، مولوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۹
Background image

جلسه قضائی و اداری میان مسؤولین محاکم ولایت کندز دایر گردید

تحت ریاست محترم محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعه ولایت کندز؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، رئیس محکمۀ ابتدائیه شهری و رؤسای دواوین آن، مفتیان، آمرین ثبت اسناد و وثایق و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

جلسۀ قضائی و اداری میان مسؤولین محاکم ولایت پروان دایر گردید

تحت ریاست الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمه مرافعۀ ولایت پروان؛ با اشتراک قضات دیوان‌های مرافعه، آمریت وثایق، محکمه ابتدائیه شهری و محاکم ولسوالی‌ها، قضات محکمه نظامی پروان. . .

بازگشت به اخبار