د کابل ولایت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د څلورو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۱:۳۴
د کابل ولایت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د څلورو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي ذبیح الله (ساجد)؛ د مالي مدیر قاري عبیدالله (عابد) په ملتیا د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د رجب المرجب مياشتې په لومړۍ، ۵ مه او ۷ مه نېټه د ده سبز، خاکجبار، بګرامي او چهارآسياب ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو او د حقوقو له مدیریتونو څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس د یادو محاکمو او حقوقو مديريتونو له قضائي غړو او اداري کارکوونکو سره وکتل او دوی ته يې په خطاب کې وويل، له مراجعينو سره غوره چلند کوئ، کارونه مو په خپل وخت ترسره کوئ او ترمنځ مو همغږي پياوړې کړئ.
دغه راز د مرافعه محکمه رئيس د وثیقو له کنده جاتو، د واردې او صادرې کتابونو، د اندراج جزائي او حقوقي کتابونو او د رسېداتو له کتابونو څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې په وروستيو کې د یادو محاکمو اړتیاوې واورېدل شوې او د یادو اړتياوو د پوره کولو ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۲۱
Background image

حکم جزای تعزیری بالای دو مجرم در ولايت پروان تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ شینواری ولايت پروان به شمول يک زن بالای دو تن به جرم فرار و فرار دادن از منزل؛ به تاريخ ۶/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه مجرمين. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۵۱
Background image

حکم جزای تعزیری بالای سه مجرم در ولايت بلخ تطبيق شد

به اساس فيصله محکمه ابتدائيه شهری ولايت بلخ به شمول دو زن بالای سه تن به جرم فساد اخلاقی و روابط نامشروع؛ امروز سه شنبه مؤرخ ۶/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق حکم در محضر عام جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۲:۱۸
Background image

جلسۀ اداری میان مسؤولین محاکم مرافعه، ابتدائیه شهری و ابتدائیه ولسوالی‌های ولایت سرپل دایر گردید

تحت ریاست محترم الحاج مفتی عبدالمجید (رحیمی) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت سرپل؛ با اشتراک رئیس محکمه ابتدائیه شهری، رؤسا و اعضای قضائی محاکم ابتدائیه ولسوالی ها، رئیس و اعضای قضائی. . .

بازگشت به اخبار