د فراه ولایت د مرافعه محکمې د مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۲:۶
د فراه ولایت د مرافعه محکمې د مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د فراه ولايت د مرافعه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو، د علماء کرامو او سپين ږېرو په منځګړيتوب په ۱۴/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د عمدي قتل له امله رامنځته شوې د قتل موضوع حل او فصل شوه.
فراه ولايت کې د عمدي قتل يوه پېښه رامنځته شوې وه، وروسته ياده موضوع د ښاري ابتدائيه محکمې لخوا وڅېړل شوه، یادې محکمې د مدعیان علیهما له ډلې یو تن پر قصاص او یوه ښځه پر شل کاله تنفيذي بند محکومه کړه او یاده پرېکړه د مرافعه محکمې لخوا هم تائيد شوه.
وروسته د مرافعه محکمې د جزا دېوان قضائي پلاوي له لوري د یادې قضیې جانبين سولې ته ترغيب شول، دوی هم سولې ته لېوالتيا وښوده او مدعيان عليهما لخوا هر مدعي ته دیت ورکړل شو.
ياده سوله د مرافعه محکمې لخوا تائيد او موضوع رسماً پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

محاکم ولایت غور طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۲۳۹) دوسیه، به تعداد (۱۸۰) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت غور، دواوين محکمۀ مرافعه، وثايق، محکمۀ ابتدائیۀ شهرى، محکمۀ نظامی زون غور و محاکم ابتداٸيۀ ولسوالى‌ها از تاريخ ( ۱/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق الى ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق) در. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۴:۲۷
Background image

محاکم ولایت نيمروز طی يک ماه علاوه بر رسيدگی به (۱۸۹) دوسیه، به تعداد (۱۶۸) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت نيمروز، دواوين محکمۀ مرافعه، وثايق، محکمۀ ابتدائیۀ شهرى و محاکم ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ ( ۱/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق الى ۳۰/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى، جزائی. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۴:۱۵
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت بغلان از آمریت زندان آن ولایت بازديد نمود

محترم الحاج مولوی محمد صابر (حنفی) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت بغلان؛ روز سه شنبه (مؤرخ ۱۰ / ۵/ ۱۴۴۶هـ ق) از آمریت عمومی زندان ولایت بغلان بازديد نمود.
در این بازدید که رئیس محکمۀ. . .

بازگشت به اخبار