د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال لپاره د وارث هارون تجارتي شرکت سره چې د جواز شمېره (۴۸۸۹۱) ده او مرکزي دفتر یې د کندز ولایت مرکز په حاجي نازکمیر سرای کې موقعیت لري؛ د (۲۲۱۵۷۴۲۰) دوه ویشت میلیونه یو سل اوه پنځوس زره او څلور سوه شل   افغانیو په قیمت سره د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي عمومي ریاست لپاره د (۲۱) قلمه ژمنیو پوښاکو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولای شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.

آخرین اطلاعیه ها

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت پکتیکا

آمریت حقوق ولایت پکتیکا به منظور تطبیق فیصله های محکمه ابتدائیه شهری این ولایت که جهت تطبیق به این ادراه مواصلت ورزیده اند؛ مکرراً با محکوم له قضیه ها تماس های تلفنی برقرار کرده است، اما افراد مورد . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محاکم ولایات تخار وپکتیکا

آمریت های حقوق ولایات تخار وپکتیکا به منظور تطبیق فیصله های محاکم ابتدائیه شهری این ولایات که جهت تطبیق به این ادارات مواصلت ورزیده اند؛ مکرراً با محکوم له قضیه ها تماس های تلفنی برقرار کرده اند، اما . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت کاپیسا

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت کاپیسا

بازگشت به اطلاعیه ها